د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام: ایرلینډ عمان او انګلینډ سکاټ لینډ ته ماتې ورکړه

د انګلینډ او سکاټ لینډ ترمینځ د لویې یو منظر - د فبرورۍ ۱۴مې انځور

د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې د فبرورۍ پر ۱۴مه ایرلینډ او انګلینډ لوبې وګټلې.

د فبرورۍ پر ۱۴مه په لومړۍ لوبه کې عمان پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. ایرلینډ په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د پینځو لوبغاړو په تاوان ۲۳۵ منډې جوړې کړې. د ایرلینډ لورکان ټوکر ۹۴ او ګیرېت ډېلاني ۵۶ منډې وکړې. په ځواب کې د عمان ټوله لوبډله په ۱۸ اوورونو کې په ۱۳۹ منډو وسوځېده او په دې توګه ایرلینډ دا لوبه په ۹۶ منډو وګټله. د عمان له غاړې عامر کلیم ۵۰ او حماد مرزا ۴۶ منډې جوړې کړې.

دویمه لوبه د انګلینډ او سکاټ لینډ ترمینځ وه. دا لوبه انګلینډ په پینځو وېکټو وګټله. د لوبې پچه انګلینډ وګټله او لومړی یې توپ اچونه غوره کړه. د سکاټ لینډ ټوله لوبډله په ۱۵۲ منډو وسوځېده. انګلینډ د ۱۵۳ منډو هدف د پینځو وېکټو په تاوان پوره کړ. په یاده لوبه کې د سکاټ لینډ رېچي بېرېنګټن ۴۹ منډې وکړې او د انګلینډ له غاړې په توپ وهنه کې ټام بېنټن وځلېد، هغه ۶۳ منډې جوړې کړې.

د فبرورۍ پر ۱۴مه درېیمه لوبه د نیوزيلینډ او جنوبې افریقې ترمینځ روانه ده.

تر دې وړاندې د فبرورۍ په ۱۳مه هم درې لوبې ترسره شوې. په هغو لوبو کې زېمبابوې اسټرالیا ته، متحده عربي اماراتو کاناډا ته او امریکا نیدرلینډ ته ماتې ورکړه.

د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې د فبرورۍ پر ۱۵مه د هند او پاکستان، ویسټ انډیز او نیپال او د امریکې او نمیبیا ترمینځ لوبې ترسره کېږي.

د هند او سري لنکا په کوربه توب د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام سیالۍ د فبرورۍ پر اوومه پیل شوې دي چې پکې ۲۰ لوبډلې، چې په څلورو ډلو یا ګروپونو وېشل شوې دي، برخه اخلي.

ټاکل شوې چې د نړیوال جام پایلوبه د مارچ پر اتمه نېټه وشي.