د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام د سیالیو په ترڅ کې د امریکا او نېدرلینډز لوبډلې یو بل ته مخامخ شوې دي.
د هند د چېنای په لوبغالي کې د فبرورۍ ۱۳مې د درېیمې د سیالۍ پچه نېدرلینډز وګټله او لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) انتخاب کړه.
تر دې مخکې د ورځې په دویمه سیالۍ کې متحده عربي اماراتو په پینځو وېکټو د کاناډا ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د نوي دلي په لوبغالي کې سیالۍ پچه کاناډا وګټله او لومړی یې توپوهنه (بیټېنګ) غوره کړه.
کاناډایۍ لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د اووه لوبغاړو په زیان ۱۵۰ منډې وکړې. هرش ټاکر ۵۰ او نونیت دلېوال ۳۴ منډې وکړې. د اماراتو جنید صدیق پینځه وېکټې واخیستې.
د متحده عربي اماراتو لوبډلې ټاکلی هدف په ۲۰م اوور کې د پینځو لوبغاړو په زیان پوره کړ. ارینش شرما ۷۴ او صهېب خان ۵۱ منډې وکړې. د کاناډا سعد بن ظفر درې وېکټې واخیستې.
د زېمبابوې ملي لوبډلې د ورځې په لومړۍ سیالۍ کې اسټرالیا ته په ۲۳ منډو ماتې ورکړه.
د سري لنکا د کولمبو په لوبغالي کې اسټرالیا د فبرورۍ ۱۳مې سیالۍ پچه وګټله او لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) غوره کړه.
زېمبابوې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د دوو لوبغاړو په زیان ۱۶۹ منډې وکړې. براین بېنېټ ۶۴ او تاداوناشي ماروماني او راین برل ۳۵، ۳۵ منډې وکړې.
د زېمبابوې بالر د اسټرالیايي بیټر په سوځېدو خوشالي کوي - د فبرورۍ ۱۳مې انځور.
په ځواب کې د اسټرالیا لومړي څلور بیټران ژر وسوځېدل خو ګلېن میکسوېل او میټ رېنشا ښه توپوهنه وکړه. میکسوېل ۳۱ او رېنشا ۶۵ منډې وکړې. خو تر دې وروسته یې لوبغاړي بیا ژر، ژر وسوځېدل.
د اسټرالیا ټوله لوبډله په ۲۰م اوور کې په ۱۴۶ منډو وسوځېده.
تر دې یوه ورځ مخکې هند په ۹۳ منډو نمېبیا ته ماتې ورکړه. داراز، اېټالیا، چې په لومړي ځل د ۲۰ اووره کرکټ په نړیوال جام کې برخه اخلي، په ۱۰ وېکټو له نیپاله سیالي وګټله. د ورځې په لومړۍ سیالۍ کې د سري لنکا لوبډلې عمان ته په ۱۰۵ منډو ماتې ورکړه.
د هند او سري لنکا په کوربه توب د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام سیالۍ د فبرورۍ پر اوومه پیل شوې دي چې پکې ۲۰ لوبډلې، چې په څلورو ډلو یا ګروپونو وېشل شوې دي، برخه اخلي.
ټاکل شوې چې د نړیوال جام پایلوبه د مارچ پر اتمه نېټه وشي.