تر سمندرګي لاندې شورویان
تر اوبو لاندې د لینن یوه مجسمه په اوبړۍ کې نښتې ده. تر اوبو لاندې دې ځای ته د ((مشرانو کوڅه)) بلل کېږي. دلته د مجسمو کښېښودو لړۍ د ۱۹۹۲ز کال د اګست پر ۲۵مه هغه وخت پیل شوه چې ولادمیر بورومېنسکېیې لومړۍ مجسمه کښېښوده.
د جوزف سټالېن مجسمه. د دې مجسمو انځوراخیستونکي اندرې نېکراسوف د ازادې اروپا مشال راډیو ته وویل، د مجسمو په اوبو کې د ایښودو لړۍ د پخواني شوروي اتحاد نظام تر نسکورېدو وروسته پیل شوه.
دا مجسمه له ۱۲ تر ۱۵ میټره اوږدوالي په اندازه په اوبو کې ډوبه ده.
د ترخانکوټ دا سیمه د کرېمیا په لویدیځه څنډه کې پرته ده. دا سیمه د توپانونو او پاکو، رڼو اوبو لپاره پېژندل کېږي.
نېکراسوف تر اوبو لاندې انځورونو اخیستونکی مسلکي کس دی او وايي، دا مجسمې یې لومړی په ۲۰۰۰ یا ۲۰۰۱ز کال کې موندلې وې.
دی وايي: ((زه او زما ملګري انځورونه اخیستل چې ناڅاپي مو محسوس کړه چې یو کس مو ویني. هغه مهال مو د اوبړیو تر شا، د ستر انقلابي ولادمیر اېلیېچ لېنن مخ ولید!))
د ستورمزلي یوري ګاګارین انځور پر داسې وخت اخیستل شوی چې ګڼ ماهیان تېرېدل.
له دې اوبو څخه تر ټولو نېږدې وړوکی ښار په اووه کیلومیټره واټن پروت دی.
د لېنن مجسمه. دې سیمې ته په ۲۰۱۶ز کال کې یو روسی سیلانی ورغلی وو. هغه لیکلي: ((ډېر ښایسته ځای دی، خو اوبه زښتې یخې دي. موږ هڅه وکړه چې لامبو ووهو خو ژر پوه شو چې دا به غوره وي چې پر لویو ګټانو کښېنو، شراب وڅښو او د سمندرګي سیل وکړو.))
لېنن او [کارل] مارکس. انځورګر نېکراسوف وايي، د ژمې تر توپانونو وروسته دواړه مجسمې یو ځای پرېوتې لیدل کېدای شي.
د ګاګارین بله مجسمه.