پر انټرنېټي پاڼو خپرېدونکي مطالب: څومره کره، څومره درواغ؟

سختدریځه ډلې د ټولنیزو شبکو له لارې خپل پیغام څنګه رسوي؟ ایا ځوانان پر ټولنیزو شبکو د ناسمو او جعلي خبرونو او د سختدریځه ډلو د پروپیګنډې زیات ښکارېږي او که نه د هر عمر کسان یې تر اغېز لاندې راځي؟ په پاکستان کې ولې خلک پر ټولنیزو شبکو د سختدریځه ډلو اثر قبلوي؟ دا او نورې پوښتنې د ټولنیزې شبکې او سختدریځي د دې خپرونې موضوع جوړوي.

لوستونکو د دې خپرونې په تېرو برخو کې موږ ته پوهانو وویل چې سختدریځه او ښي لاسې ډلې اکثر پر ټولنیزو رسنیو درواغ او جعلي خبرونه خپروي او دا معلومات بیا تر لرې، لرې پورې رسېږي.

ټولنیزې شبکې، کره والی او باور

دا هغه لار ده چې سختدریځه ډلې یې د خلکو توجو ځان ته د جذبولو او بیا یې په فکر او نظر کې د بدلون لپاره کاروي.

په اسلام اباد کې د انټرنېټي ازادۍ او ټولنیزو رسنیو په اړه کارکوونکې ادارې "بولو بهي" مشر اسامه خلجی وايي، د دې لامل دا دی چې پر فېسبوک، ټوېټر او نورو شبکو، هر کس چې څه وغواړي خپرولای شي:

"که موږ وګورو، پر انټرنېټ هر قسم خبرونه خپرېږي. د هغې دا وجه ده چې پر فېسبوک، پر ټوېټر، پر انسټاګرام، پر ټولو [شبکو]، هر کس، هر څه لیکلای شي. د دې له وجې د درواغو خبرونو لویه مسله" جوړه شوې.

یوټه کلاوسن د امریکا د برینډایز پوهنتون د نړیوالو اړیکو او همکارۍ څانګې استاده او څېړونکې ده.

نوموړې په ۲۰۱۴ز کال کې په عراق او شام کې د اسلامي دولت وسله والو تر ظهور وروسته د هغې ډلې پر انټرنېټي فعالیتونو یوه څېړنه کړې چې د شخړو او ترهګرۍ د مطالعاتو (سټدیز ان کانفلېکټ اېنډ ټېررېزم) په ژورنال کې خپره شوې.

موږ دا نظر لرو چې ټولنیزې رسنۍ د کره والي پر اصل ولاړې دي. خو واقعاً داسې نه ده.
یوټه کلاوسن

په دې لیکنه کې نوموړې ښيي چې څنګه د اسلامي دولت ډلې غړو او خواخوږو د ټوېټر له لارې پروپیګنډه کوله او په غربي هېوادونو کې یې خلک له ځانه سره ملګري کول.

یوټه کلاوسن وايي، اکثر خلک ګومان کوي چې پر ټولنیزو شبکو چې هر څه خپرېږي، ریښتیا وي نو ځکه هر ډول معلومات په اسانۍ جذبوي او مني یې: "موږ دا نظر لرو چې ټولنیزې رسنۍ د کره والي پر اصل ولاړې دي. خو واقعاً داسې نه ده ځکه چې اوس د بېلا بېلو ډلو او شبکو لپاره دا خورا اسانه شوې چې ځان پر انټرنېټ منظم کړي او بیا داسې یو نظام جوړ کړي چې ورسره ځان پر ټولنیزو شبکو لوی او مهم وښيي."

د کلاوسن په خبره، "دا سمه ده چې موږ په تېرو څو کلونو کې له دې باخبره شوي یو او تر یوه بریده هوښیار یو خو حقیقت دا دی چې موږ اوس هم په ډېره اسانۍ په دام کې ګېرېدای شو او ګېرېږو ځکه چې موږ په دې وهم او خیال کې یو چې پر ټولنیزو رسنیو چې څه لولو، هغه کره او ریښتیا دي."

د ټولنیزې شبکې د خپرونې پخوانۍ برخې

ځوانان ښايي په اسانۍ وغولېږي

یوټه کلاوسن وايي، څېړنې ښيي چې ځوان نسل تر یوه بریده په اسانۍ پر هرې خبرې باور نه کوي، خو بیا هم پر ټولنیزو رسنیو د سختدریځو ډلو تر اغېز لاندې د راتګ له خطر سره مخامخ دي ځکه چې پر ټولنیزو رسنیو د معلوماتو د کره والي نظام زیانمن شوی دی:

"زما په اند نوی نسل د پرلیکه یا انلاین موجودو شبکو لوري ته زیات مایل دی او کاروي یې. په دې توګه هغوی د غولېدو او د نظر بدلېدو خطر ته زیات مخامخ دي. خو په عین وخت کې زه دا فکر هم کوم چې ځوانان په اسانۍ پر خلکو او انلاین لیکنو زیات باور نه کوي. بدبختانه، د هغوی له دې کم باورۍ سره هممهاله یې د ذهن او فکر سمولو او د کره معلوماتو ورکولو ډېر لارې نشته. نو موږ اوسمهال وینو چې پر انټرنېټ او ټولنیزو شبکو د حقایقو او واقعیتونو د جاج، تصدیق او کره والي نظام د ماتېدو په حال کې دی."

د "تړلو" ډلو "ازاده" پاڼې

د اسامه خلجي په خبره، په پاکستان کې ستونزه دا ده چې داسې ډلې موجودې دي چې د حکومت تر بندیز لاندې دي، خو پر ټولنیزو رسنیو بیا هم فعاله دي، پاڼې لري، ګروپونه لري او خپله پروپیګنډه پر مخ وړي:

"اکثر داسې ډېر رپورټونه او خبرونه راځي چې داسې تنظیمونه دي چې خلک پر غلطه لار" سیخوي او ځوانان او خلک "په دهشتګردۍ کې یې استعمالوي. پر انټرنېټ هم هغوی کافي [فعال] دي او خلک [له ځانه سره] یوځای کوي."

د خلجي په خبره، شاوخوا "دوه کاله مخکې ډان اخبار یو رپورټ" خپور کړ چې پکې یې ویلي چې داسې "تنظیمونه دي چې د پاکستان حکومت بند کړي خو پر فېسبوک یا ټوېټر یې پاڼې نه دي بندې شوې. حالانکې هغه پاڼې چې پر حکومت تنقید کوي، لرې شوې دي. نو دا د لوی غم خبره ده."

یوازې ځوانان نه، ټول د ټولنیزو شبکو اغېز مني

د انټرنیټي شبکو د چارو پوه او مدني فعال اسامه خلجی وايي، دا سمه ده چې ځوان نسل پر ټولنیزو شبکو د سختدریځو ډلو تر زیات اغېز لاندې راځي خو دا هم ده چې د هر عمر خلک د درواغو او جعلي معلوماتو، افکارو او نظریاتو ښکارېدای شي.

دا خپرونه په غږیزه بڼه واورئ

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

سختدریځه ډلې څنګه خپل پیغام رسوي؟

خلجی زیاتوي، په پاکستان کې پر ټولنیزو رسنیو خلک ځکه هم د سختدریځه ډلو د تر اغېز لاندې ژر راځي چې هغوی په خپلو خبرو او پیغامونو کې له مذهبي مثالونو کار اخلي: "پر هر قسم خلکو یې اثر شته. هغوی په ویډیوګانو یا نورو [موادو] کې" له بېلا بېلو موضوعاتو لکه "مذهب" او داسې نورو شیانو کار اخلي.

هغه پاڼې چې پر حکومت تنقید کوي، لرې شوې دي. نو دا د لوی غم خبره ده.
اسامه خلجی

د ده په خبره، دا سختدریځه ډلې چې په یوه موضوع کې د "مذهب خبره" ورداخله کړي نو "خلک ډېر زیات جذباتي شي. او همداسې د غیرت خبره وکړي. د غیرت او مذهب استعمال چې کېږي نو بیا خلک له داسې تنظیمونو سره د [هغوی په چارو کې] زیاته حصه اخېستل پیل کړي."

د بحث دود او سیاست ګواښل شوی

پوهانده کلاوسن وايي، پر ټولنیزو رسنیو د پروپیګنډې، درواغو او جعلي معلوماتو موجودیت او خپرېدو پر خلکو او پر ځوانانو دا اغېز کړی دی چې اوسمهال د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې سیاست د بدرنګېدو په حال کې دی او خلک د مکالمې پر ځای تاوېلي ماوېلي کوي:

"زما په نظر [درواغو او جعلي معلوماتو] پر عقل ولاړ سیاست او د مکالمې یا بحث دود ته لوی خطر پېښ کړی. همدا یې یوه وجه ده چې موږ له یو بل سره د خبرو پر ځای غوسه کېږو او چغې وهو. پر ټولنیزو رسنیو خلک اکثر داسې لار نه مومي چې ورباندې سره کښېني او خبرې وکړي. زما په اند، د داسې یوې لار موندل خورا مشکل شوي دي."

ښې لاسې ډلې د داعش تکنیکونه کاروي

د برینډایز پوهنتون استاده او څېړونکې یوټه کلاوسن وايي، اسلامي دولت ډلې د ټولنیزو شبکو نوي تخنیکونه وکارول چې تر هغې وروسته نورو ډلو او ان حکومتي ادارو هم هغه لارې استعمال کړې.

نوموړې زیاتوي، د ټولنیزو شبکو اثر دومره پراخ دی چې عامې ورځنۍ رسنۍ یې هم مواد د خپلو خبرونو موضوع ګرځوي:

"ښي لاسي سختدریځي هغه تکنیک کاروي چې اصلاً اسلامي دولت ډلې په لومړي سر کې استعمال کړ. موږ همداراز وینو چې ځېنې ادارې او حکومتونه هم پر ټولنیزو شبکو د متبادل فکر او نظر دودولو هڅې کوي او د پیغام رسولو تکنیکونه کاروي. دلچسپه خبره دا ده چې اسلامي دولت ډلې او اوسنۍ تش په نوم ولسپالې او ښي لاسې ډلې ټولنیزې شبکې د رسنیو توجه ځان خوا ته د جذبولو لپاره کاروي او رسنۍ دې ته اړباسي چې پیغام یې خپور کړي. لکه دا اوس چې زه او ته پر څه خبرې کوو، همداسې رسنۍ هم اکثر پر انټرنېټ راغلې خبرې او هغه شیان خپله موضوع ګرځوي چې سختدریځو ډلو خپاره کړي وي. زما په نظر، عامې رسنۍ تر اوسه پوره نه دي توانېدلي چې د داسې موادو په اړه څه اقدام او غبرګون وښيي."

د بحث لنډیز

لوستوونکو د ټولنیزې شبکې او سختدریځي په دې خپرونه کې خبر شوئ چې ټولنیزې شبکې که یوې خوا ته د بحث او د خلکو د رابطو مهمې سرچینې دي نو بلې خوا ته پر همدې شبکو سختدریځې ډلې ناسم، جعلي او درواغ معلومات خپروي، پروپیګنډه کوي او د خلکو توجه ځان ته جذبوي.

په خپرونه کې راته پوهانو وویل چې پر ټولنیزو شبکو د بېلا بېلو سختدریځو ډلو د پروپیګنډې اصلي هدف ځوانان وي خو د هر عمر خلک ورڅخه اغېز قبلولای شي او دا چې پر ټولنیزو شبکو د حقایقو تصدیق هممهاله نظام ځکه هم نشته چې هر کس څه وغواړي، ورباندې یې خپرولای شي.

تاسې په خپرونه کې دا هم واورېدل چې ټولنیزې شبکې په تېرو کلونو کې دومره مهمې او بانفوذه شوې دي چې عمومي رسنۍ یې هم تر اغېز لاندې راغلې دي.

راتلونکې اوونۍ به له پوهانو سره بحث ته دوام ورکړو، په مخه مو ښه.