امریکا کې د واورې او طوفان پر مهال پېښو کې تر ۱۰ زیات کسان وژل شوي دي

په نیو یارک ښار کې دوه ښځې د سختې واورې پر مهال له سړکه تېرېږي - د جنورۍ ۲۵مې انځور.

په امریکا کې د سختې واورې پر مهال پېښو او سړې هوا تر ۱۰ زیات کسان وژلي دي.

رویټرز او د جرمني خبري اژانسونه او امریکايي رسنۍ وايي، د واورې طوفان د بېلابېلو ایالتونو مېلیونونه وګړي اغېزمن کړي دي.

رسنۍ وايي، د جنورۍ پر ۲۵مه په ټېکسس (ټېکساس هم لیکل کېږي) ایالت کې درې تنه د موټر ښویېدو په پېښه کې وژل شوي دي.

داراز، د جرمني خبري اژانس د نیو یارک ښاروال زوهران ممداني په حواله وايي چې هلته پینځه تنه د یخنۍ وهلو او هايپوترمیا (د وجود د تودوخې درجې سختې ټیټېدو) له وجې مړه شوي دي.

رسنۍ وايي، په لوییزیانا، ټېکسس، کینزس او مېشیګن ایالتونو کې هم سختو سړو پینځه تنه وژلي دي.

له تېرو څو ورځو راهیسې د امریکا په ډېریو برخو کې سخته واوره شوې. په ځانګړي ډول، دا په جنوبي ایالتونو کې په تېرو لسیزو کې تر ټولو سخته یخني بلل کېږي.

رویټرز اژانس وايي، په یوشمېر ایالتونو کې د سختې واورې له وجې د ګڼو کورونو برېښنا پرې شوې چې څه باندې ۸۰۰،۰۰۰ وګړي یې اغېزمن کړي دي. په دې لړ کې تر ټولو سخت ځپل شوی ایالت ټېنېسي دی.

داراز، د سختې واورې، طوفان او پر ځمکه د یخ له وجې د جنورۍ پر ۲۵مه په امریکا کې شاوخوا ۱۱،۰۰۰ پروازونه لغوه شول.

د امریکا د هواپېژندنې ملي ادارې په راتلونکو ورځو کې د لا زیاتې سړې هوا او واورې ورېدو وړاندوینه کړې ده.