په کابل کې چاودنې لږ تر لږه ۷ تنه وژلي، یوشمېر ژوبل دي

د طالبانو حکومتي سرتېري د کابل په شهر نو کې تر برید وروسته د پېښې په ځای کې ولاړ دي - انځور له ارشیفه.

د افغانستان د پلازمېنې کابل د نوي ښار (شهر نو) په یو رستوران کې چاودنې لږ تر لږه اووه تنه وژلي او یوشمېر نور یې ژوبل کړي دي.

د طالبانو د حکومت د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې لیکلي چې چاودنه د جنورۍ پر ۲۰مه "د شهر نو د ګلفروشۍ" په کوڅه کې په یوه رستوران کې شوې ده.

نوموړي ویلي چې پلټنیزې ډلې د "چاودنې د نوعیت په اړه" تحقیقات کوي چې "جزییات به یې وروسته له رسنیو سره شریک" کړي.

خو د طالبانو یوې حکومتي سرچینې، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وویل، دا د ماین (بم) چاودنه وه. هغه له نورو جزییاتو ورکولو ډډه وکړه.

په کابل کې د اېټالیې په مرسته د چلېدونکي اېمرجنسي روغتون د مطبوعاتي چارو مسوولې مشال راډيو ته په برېښلیک (ایمېل) کړي بیان کې لیکلي دي چې په پېښه کې اووه تنه روغتون ته تر رسېدو مخکې پر لاره مړه شوي ول او ۱۳ ژوبل دي.

بیان د روغتون د مشر دېیان پانیچ له خولې زیاتوي چې په ژوبلو کې څلور ښځې او یو ماشوم دی.

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع رویټرز اژانس ته ویلي ول چې د "لومړنیو راپورونو له مخې" په پېښه کې "یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده."

نوموړي زیاته کړې وه چې کره ارقام به وروسته خپاره کړي.

د افغانستان طلوع نیوز ټېلېوېژن د طالبانو په حکومت کې د یوې "امنیتي سرچینې" په حواله وايي چې د چاودنې هدف "چینايي وګړي" ول.

د فرانسې خبري اژانس لیکي چې د چین د دولتي خبري اژانس شینهوا د رستوران د یوه کارکوونکي په حواله ویلي چې په پېښه کې دوه چینايي وګړي ژوبل شوي دي.

خو په کابل کې د چین سفارت لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

نوی ښار د کابل یو له خوندي سیمو ګڼل کېږي چې پکې ډېر دوکانونه او رستورانونه دي.

د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د دې ډول یوشمېر پېښو مسوولیت د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې منلی دی.

داعش د ۲۰۲۵ز کال د فبرورۍ پر ۱۱مه په کندوز کې ځانمرګی برید کړی وو چې د طالبانو په وينا پکې پینځه تنه وژل شوي او اووه ژوبل شوي ول.

هغې ډلې د ۲۰۲۴ز کال په ډېسېمبر کې د طالبانو د کډوالو چارو د پخواني سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني د وژنې په ګډون یوشمېر لوړپوړي چارواکي هم په نخښه کړي ول.

داعش داراز په افغانستان کې د شیعه هزاره ګانو په ګډون پر نورو مذهبي لږکیو هم خونړۍ حملې کړې دي.

اخوا د طالبانو حکومت په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د داعش ډلې ګواښ یې تر ډېره له مینځه وړی دی.