د کډوالو مخنیوي لپاره پر خپله پوله ګشتونه سېوا کړي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
سربیا له مقدونیا او بلغاریا د پناه غوښتونکو کډوالو د ورتګ مخنیوي لپاره پر خپله پوله ګشتونه زیات کړي دي. سږ کال د پخوا په پرتله له منځني ختیځه، افریقا او نورو هېوادونو لږو کسانو د سربیا له لارې اروپايي ټولنې ته د ورداخلېدو کوشش کړی دی. خو سربیا وايي د پناه غوښتونکو کډوالو شمېر په زیاتېدو دی او د جولايي میاشتې راهیسې یې دغه هېواد ته په غېرقانوني ډول د ورتلونکيو څه باندې یو زرو کډوالو مخه نیولې ده. د رویټرز او بالکان څانګې ویډيو