پوتین: د روسیې اقتصاد بهرنیو نه، کورنیو ستونزو زیانمن کړی
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په هېواد کې د پرله پسې اقتصادي ځوړ پړه د امریکا او اروپا پر اقتصادي بندیزونو نه بلکې پر کورنیو ستونزو واچوله. په کرېملین کې د خپلې کلنۍ وینا پر مهال هغه وویل، کمزورې سیالۍ او کاروباري چاپېریال سږ کال د روسیې اقتصادي وده مخ پر ځوړ یووړه. امریکا او اروپايي ټولنې تر هغه وروسته پر روسیې د اقتصادي بندیزونو لګولو لړۍ پیل کړه چې په ۲۰۱۴م کال دغه هېواد د اوکراین کرایمیا سیمه په ناروا توګه له ځان سره وتړله او د اوکراین ختیز کې یې د بېلتوپالیو ملاتړ وکړ.
د اې پي ویډيو