ای پي اېل کې راجستان رایلز او چېنای سوپر کېنګز یو بل ته مخامخېږي

د ممبۍ انډیینز روهېت شرما د کولکته نایټ رایډرز پر وړاندې توپوهنه کوي - د مارچ ۲۹مې انځور.

د هند غوره لیګ یا انډيين پريميېر ليګ (ای پي اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په لړ کې راجستان رایلز او چېنای سوپر کېنګز یو بل ته مخامخېږي.

د اسام ایالت د ګوهاټي په لوبغالي کې د مارچ ۳۰مې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې ممبۍ انډیینز کولکته (کلکته) نایټ رایډرز ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه.

د ممبۍ په لوبغالي کې لومړۍ توپوهنه (بیټېنګ) وکړه او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د څلورو وېکټو په زیان ۲۲۰ منډې وکړې.

په ځواب کې ممبۍ انډیینز ټاکلی هدف د ۲۰م اوور په پیل کې د څلورو لوبغاړو په زیان پوره کړ.

د مارچ پر ۳۱مه پنجاب کېنګز او ګجرات ټایټنز لوبډلې له یو بل سره سیالي لري.

د ای پي اېل ۱۹م پړاو سیالۍ د مارچ پر ۲۸مه پیل شوې او لومړۍ لوبه د تېر کال اتلې رایل چیلېنجرز بینګلور (بنګلور) وګټله.

د ای پي اېل په سږنیو سیالیو کې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۳۱مه نېټه کېږي.