د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په لړ کې کوټه ګلیډیېټرز او حیدراباد کېنګزمین او ورپسې بیا لاهور قلندرز او کراچۍ کېنګز یو بل ته مخامخېږي.
د لاهور په قذافي لوبغالي کې د مارچ ۲۹مې لومړۍ سیالي د پېښور پر وخت د د ماسپښین پر دوه نیمو او د کابل پر دوو او دویمه سیالي د پېښور پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.
تر دې یوه ورځ مخکې هم دوه سیالۍ شوې وې چې یوه یې پېښور زلمي او دویمه یې ملتان سلطانز وګټله.
په لاهور کې د ورځې په لومړۍ سیالۍ کې راولپېنډیز لوبډلې لومړی بیټېنګ وکړ او پېښور زلمي ته یې د ۲۱۵ منډو هدف ورکړ. د پېښور لوبډلې ټاکلی هدف په ۲۰م اوور کې د پینځو لوبغاړو په زیان پوره کړ او سیالي یې په پینځو وېکټو وګټله.
تر دې وروسته په دویمه سیالۍ کې اسلام اباد یونایټېډ لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د اتو لوبغاړو په زیان ۱۷۱ منډې وکړې. ملتان سلطانز ټاکلی هدف د پینځو لوبغاړو په زیان پوره کړ.
په لاهور کې د پي اېس اېل سیالۍ په منځني ختیځ کې د روانې جګړې او کړکېچ په غبرګون کې د حکومتي کفایت شعارۍ له مخې بې له نندارچیانو ترسره کېږي.
پاکستان کرکټ بورډ د مارچ پر ۲۲مه وویل چې ټولې سیالۍ د هېواد د شپږو لوبغالو پر ځای یوازې په لاهور او کراچۍ کې کوي.
د پي اېس اېل په سږنیو سیالیو کې دوه نوې لوبډلې حیدراباد کېنګزمین او راولپېنډيز او شپږ نورې لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلیډیېټرز، لاهور قلندرز، کراچۍ کېنګز، اسلام اباد یونایټېډ او ملتان سلطانز برخه اخلي.
د مارچ پر ۳۰مه پېښور زلمي او اسلام اباد یونایټېډ له یو بل سره سیالي لري.
د پاکستان سوپر لیګ ۱۱م پړاو سیالۍ د مارچ پر ۲۶مه پیل شوې دي چې د مې تر درېیمې به روانې وي.
لاهور قلندرز لوبډلې په ۲۰۲۵ز کال کې د پي اېس اېل د ۱۰م پړاو سیالیو په پایلوبه کې کوټه ګلیډیېټرز ته په شپږو وېکټو په ماتې ورکولو جام ګټلی وو.