پي اېس اېل: د کراچۍ لوبډلې لاهور ته په ۴ وېکټو ماتې ورکړه

د لاهور قلندرز لوبډلې کپتان شاهین اپرېدی او فخر زمان د کراچۍ کېنګز پر وړاندې د سیالۍ پر مهال له یو بل سره خبرې کوي - د مارچ ۲۹مې انځور.

د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په لړ کې کراچۍ کېنګز لوبډلې لاهور قلندرز ته په څلور وېکټو ماتې ورکړه.

د مارچ پر ۲۹مه د لاهور قلندرز لوبډلې کپتان شاهین شاه اپرېدي پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې (بیټېنګ) پرېکړه وکړه.

لاهور په ۲۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو پر سر ۱۲۸ مندې وکړای شوې. په دې کې د عبدالله شفیق ۳۳، حسیب الله خان ۲۸ او د سکندر رضا ۱۹ منډې شاملې وې.

د کراچۍ کېنګز لوبډلې له خوا معین علي، میر حمزه او ایډم زیمپا دوه، دوه لوبغاړي وسوځول. په ځواب کې د کراچۍ لوبډلې ټاکلی هدف په ۲۰م اوور کې د شپږو لوبغاړو په زیان پوره کړ.

د کراچۍ له اړخه محمد وسیم ۳۸، سعد بېګ ۱۹ او معین علي ۱۸ منډې وکړې.

د لاهور قلندرز لوبډلې کپتان شاهین شاه اپرېدي په زړه پورې بالېنګ وکړ او په څلور اوورونو کې یې یوازې ۱۸ منډې ورکړې او څلور لوبغاړي یې وسوځول خو لوبه یې و نه ګټلای شوه.

د مارچ پر ۳۱مه د پاکستان سوپر لیګ په لړ کې اسلام اباد یونایټېډ او پېښور زلمي ترمینځ سیالي کېږي.

د پي اېس اېل د ۱۱م پړاو سیالۍ د مارچ پر ۲۶مه پیل شوې وې او پایلوبه یې د مې پر درېیمه ترسره کېږي.