پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند په پښین کې د برېښنايي پارچاو ضد مظاهره کړې

د جنورۍ پر ۱۲مه د پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند غړي او مشران د ډېپټي کمېشنر دفتر مخې ته ورغونډ شوي دي.

د پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند غړو او پلویانو د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه پښین کې د برېښنايي پارچاو (لوډشیډنګ) او ګیس کموالي پر وړاندې لاریون او د ضلعې د انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) دفتر مخې ته مظاهره کړې ده.

د ګوند د پښین ضلعې د سېکرټر مرستیال نصیب الله کلیوال د جنورۍ پر ۱۲مه د مظاهرې پر مهال مشال راډيو ته وویل، د بجلۍ زیات لوډشیډنګ له وجې نه یوازې د ښار د اوسېدونکو ژوند اغېزمن شوی بلکې د سوداګرو کاروبارونه هم سخت زیانمن شوي دي.

د ګوند مرکزي ویاند محمد عیسا روښان مشال راډيو ته وویل، د بجلۍ لوډشیډنګ له وجې په ښارونو کې د خلکو ژوند خراب شوی دی او په کلیو کې کروندګر اوبه خور نه شي کولای.

پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند د جنورۍ له لومړۍ څخه په کوټه کې له لاریونه خپل احتجاجي تحریک پیل کړی او له هغه وخت راهیسې یې په مسلم باغ، کلاسیف الله، سنځاوۍ، ژوب او بوري (لورالايي) کې مظاهرې کړې دي چې پکې یې له حکومته له ضرورته د زیاتو امنیتي پوستو ختمولو، د امنیت او د بجلۍ لوډشیډنګ ختمولو غوښتنې کړې دي.

د بلوچستان او پاکستان حکومتونه وايي، د ناامنۍ پر وړاندې مبارزې ته ژمن دي.

په پښین کې د اوبو او برېښنا چارو ادارې (واپډا) یو چارواکي شوکت علي د جنورۍ پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، هغه خلک چې د بجلۍ بېلونه پرې کوي، ورته زیاته برېښنا ورکوي.

دی زیاتوي چې کله نا کله په کوټه کې د برېښنا د وېش اداره ورته کمه بجلي ورکړي نو ځکه د لوډشیډنګ دورانیه زیاته شي.

داراز، په پاکستان کې اکثر په ژمي کې د ګیس لګښت د عرضې یا سپلای پرتله لوړېږي چې د زیات پارچاو لامل کېږي. له دې پرته په ځینو ځایونو کې د یخنۍ له وجې د ګیس په نللیکو کې د فشار کمېدو له وجې هم کورونو او کاروبارونو ته یې لېږد اغېزمنېږي.