پېښور کې یخنۍ او لړې د خلکو ژوند اغېزمن کړی دی
دا ماشومه له پېښوره ښار سره نېږدې په یوه کلیواله سیمه کې د خپلو مېږو او بزو له رمې سره ناسته ده او شاته یې د زیاتې لړې له وجې پټي، ونې او کورونه سم نه ښکاري - د جنورۍ پینځمې انځور.
له پېښور سره نېږدې یو کس په یخنۍ او لړه کې د ځان تاوده ساتلو لپاره کاغذونه سوځوي - د جنورۍ نهمې انځور.
په پېښور او شاوخوا ښارونو کې له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې سخته لړه خپره ده. دا انځور د جنورۍ پر پینځمه له پېښور ښاره بهر په یوه کلیواله سیمه کې اخیستل شوی دی.
له پېښور سره نېږدې یوه ماشومه په سختو سړو او لړه کې د مېږو رمه روانه کړې ده - د جنورۍ نهمې انځور.
له پېښور سره نېږدې یو کس سهار مهال په لړه کې له خپل سپي سره ولاړ دی - د جنورۍ پینځمې انځور.
په پېښور کې یو کس له ځانه پټو تاو کړی دی او په کار پسې روان دی. د لړې له وجې د هغه شا ته سړک او ودانۍ نه ښکاري - د جنورۍ پینځمې انځور.
په پېښور کې یو کس په منډیۍ کې د مېوې او سبزیو د کرېټونو پر سر ناست دی او له ځانه یې پټو تاو کړی دی. د لړې او یخنۍ له وجې د خلکو ژوند اغېزمن شوی دی - د جنورۍ نهمې انځور.
له پېښور ښاره بهر یو ماشوم خپل سپی ګرځوي - د جنورۍ پینځمې انځور.