د پاکستان پوځي رېل له پله پرېوتې، ۱۷ وژل شوي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
دا رېلګاډی د پنجشنبې پر ماسپښين له پنو عاقله، د کاریا چاوڼۍ ته روان وو چې د پله ماتېدو له کبله پرېووت.
د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر ای اېس پي ار وايي، په پېښه کې د یوه پوځي افسر کرنل عامر جدون په ګډون ۱۷ کسان وژل شوي دي.
ای اېس پي ار وايي، په پېښه کې د وژل شویو پوځیانو جنازه بېګا د ګجرانوالې په چاوڼۍ کې وشوه چې ورته د پوځ مشر جنرال راحیل شریف هم ورغلی وو.