د پولیسو مشر وايي روان کال بنو کې د "ترهګرۍ" ۱۳۴ پېښو کې ۲۷ پولیس ووژل شول

په بنو کې پولیس پر سړک پهره ورکوي، ورسره په خوا کې د پوځیانو ګاډی ګزمه کوي - انځور له ارشیفه.

د خیبر پښتونخوا د بنو ډېوېژن د پولیسو مشر وايي، په ۲۰۲۵ز کال کې په بنو ضلع کې د "ترهګرۍ په ۱۳۴" پېښو کې "۲۷ پولیس ووژل" شول.

سجاد خان د ډېسېمبر پر ۲۴مه په بنو کې خبري غونډې ته وویل، هغه سرتېري پر تاڼو، امنیتي پوستو او د پولیسو پر ګاډو په بریدونو کې وژل شوي او پکې ۷۹ سرتېري ژوبل هم شول.

نوموړي دعوه وکړه چې تر بریدونو وروسته په ځوابي کارروایو، له وسلوالو سره په نښتو او د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې ۱۴۰ مشکوک وسلوال وژل شوي او ۱۶۳ ژوبل شول.

د پولیسو سیمه ییز مشر وویل، روان کال یې په بنو کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس ټول "۱۶۳ عملیات" کړي دي چې پکې یې ۱۰۵ مشکوک وسلوال نیولي هم دي.

ده زیاته کړه، په ۲۰۲۵ز کال کې یې د "ترهګرۍ پرضد د ګډو اقداماتو" په موخه له ولسي مشرانو سره جرګو مثبتې نتیجې لرلې او په ترڅ کې یې امن کمېټۍ او لښکرې جوړې شوې چې پولیس یې ملاتړ کوي.

په ډېوېژن کې دوه نورې ضلعې لکي مروت او شمالي وزیرستان هم شاملې دي خو د پولیسو سیمه ییز مشر سجاد خان په خبري غونډه کې یوازې د بنو ضلعې په اړه کلني ارقام په ډاګه کړل.

مشال راډيو په خپلواکه توګه هغه شمېرې نه شي تاییدولای.

له تېرو څلورو کلونو راهیسې د بنو په ګډون په خیبر پښتونخوا کې ناامني، وسلوال بریدونه، له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې، چاودنې او د حکومتي کارکوونکو، سرتېرو، مخورو، فعالانو، سوداګرو او نورو خلکو تښتونې زیاتې شوې دي.

په همدې حال کې پولیس او د پاکستان پوځ وايي، د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی چې پکې وخت په وخت ورته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي.

امنیتي چارواکو د ډېسېمبر پر ۲۱مه په بنو کې د يو قومندان په ګډون یې د پینځو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.