اوباما وايي، ایران ته یې پیسې پټې نه دي ورکړې
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
امریکايي ولسمشر باراک اوباما پر خپلې انتظامیې لګېدلي هغه تورونه رد کړي دي چې ګواکې په ایران کې د بندي امریکايانو خوشې کولو په بدل کې یې تهران ته د ۴۰۰ میلیونه ډالرو تاوان ورکړی.
ایران د سږني کال پر ۱۶جنورۍ پنځه امریکايي بندیان تر هغه وروسته خوشې کړل چې متحده ایالاتو د بندیزونو سرغړونو پرسر نیول شوي اووه ایرانیان وبخښل.
ده پر خپلې انتظامیې د انتقاد په ځواب کې وویل، هغه پیسې یې د یوې پخوانۍ قانوني معاملې پای ته رسولو لپاره ورکړې وې چې پروسږ کال له تهران سره د اټومي تړون کېدو په برخه کې پر ایران د نړیوالو بندیزونو له لیرېکولو سره هممهاله وشو.
اې پي ویډيو