اوباما وايي، له ناټو سره به د امریکا ژمنیتا ماته نه شي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما ډاډ وښود چې په جنورۍ کې دی خپله دنده پرېږدي نو واشنګټن به یې له پوځي ټلوالې ناټو سره بیا هم ژمن پاته شي. په اتېنز کې د ولسمشر په توګه د خپل وروستي بهرني سفر په ترڅ کې د وینا پرمهال هغه وویل، چې ناټو تر هروخت زیاته غښتلې ده، او د هېواد دواړه ګوندونه یې ټینګ ملاتړي دي. د امریکا نوي منخیب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو ټاکنیزو منډو ترړو کې ویلي ول د ناټو هغه غړي هېوادونه چې ټلوالې ته یې خپل مالي مسولیتونه نه دي پوره کړي نو دی به یې د ساتنې او ژغورنې ضمانت ور نه کړي.
(د اې پي ویډیو )