د شمالي کوریا مشر د جنوبي کوریا له ولسمشر سره ولیدل

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون نن د جمعې په ورځ د جنوبي کوریا خاورې ته په اوښتو تاریخ جوړ کړ او په دې توګه د خپل هېواد لومړی مشر شو چې په ۱۹۵۳ز کال کې د دواړو کوریاګانو تر جګړې وروسته هلته ورغی.کېم نن سهار وختي د دواړو هېوادونو تر منځ له پولې واوښت او د جنوبي کوریا له ولسمشر مون جای اېن سره یې ولیدل.