د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو هوډ ښوولی چې خپل سرتېري د سوریې (شام) په جنوبي حایل سيمه کې ساتي.
بنیامین نتنیاهو د ډېسېمبر پر اوومه له خپلو سفیرانو سره په یوه غونډه کې وویل، تمه لري چې د شام د جنوب د غیر پوځي کېدو په اړه هوکړې ته ورسي، خو په وینا یې، بیا به هم هلته خپل ځواکونه ساتي.
دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر پر شپږمه د سوریې لنډمهالي ولسمشر احمد الشرع اسراییل نورو هېوادونو ته د کړکېچ په غځولو تورن کړ.
د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې، د ولسمشر الشرع اشاره د شام په جنوب کې د اسراییلو دوامداره هوایي بریدونو او بمباریو ته وه.
اسراییلو تېر کال د بشار الاسد د رژیم تر ړنګېدو وروسته د جولان (ګولان) لوړو او سوریې ترمينځ د حایل په نامه هغې سیمې ته خپل سرتېري واستول چې ملګري ملتونه یې اداره کوي.
اسراییلو دا کار د ځان د خوندیتوب او له هغه ځایه د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره مهم بولي.