د ناټو مشر وايي ټرمپ به د امنیت ژمنو درنښت وکړي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د ناټو عمومي منشي جېنز سټولټېنبېرګ ویلي دي چې د امریکا نوی منتخیب ولسمشر ډونالډ ټرمپ به له اروپا سره د امنیت ژمنو درناوی وکړي. په برسلز کې د جرمن مارشال فنډ په کوربه توب، یوې غونډې ته ستولټېنبرګ وویل ناټو د اټلانټیک دواړو غاړو ته په ثبات ورکولو کې مهم رول لري. د ۲۸ هېوادونو ټلوالې مشر دا هم وویل چې د اورپا دفاع لپاره نورې پیسې لګول یې د سر لومړیتوبونو کې دي. د امریکا نوي منخیب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو ټاکنیزو منډو ترړو کې ویلي ول د ناټو هغه غړي هېوادونه چې ټلوالې ته یې خپل مالي مسولیتونه نه دي پوره کړي نو دی به یې د ساتنې او ژغورنې ضمانت ور نه کړي. د مشال راډيو ویډيو