وسلوالو تهران کې د افغان پولیسو پخوانی قومندان جنرال اکرام الدین سریع وژلی دی

سرچینې وايي، سریع په تهران کې له دفتره کور ته روان وو چې وسلوالو وویشت - د تهران د ازادۍ څلورلارې پخوانی انځور.

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د پولیسو یو لوړپوړی قومندان جنرال اکرام الدین سریع او د هغه یو ملګری د ایران په پلازمېنه تهران کې وژل شوي دي.

نوموړي ته نېږدې سرچینو او یو نېږدې خپلوان د ډېسېمبر پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل، هغه د ډېسېمبر پر ۲۴مه ماښام مهال له دفتره کور ته پر لاره وو چې "دوو پټ مخیو وسلوالو" وویشت.

دوی وايي، په برید کې د "صافي" په نوم د هغه یو ملګری ووژل او بل سخت ژوبل شو.

د طالبانو د حکومت ضد ملي مقاومت جبهې هم د جنرال سریع او د هغه د یو ملګري وژنه او د بل ژوبلېدل تایید کړي دي.

د جبهې ویاند علي میثم نظري طالبان د هغوی د وژنې په پلان جوړونه تورن کړي خو د طالبانو حکومت لا پر دې موضوع تبصره نه ده کړې.

د جمهوري نظام پخوانیو چارواکو او د طالبانو مخالفو ډلو برید غندلی او له ایرانه یې د پلټنو او پکې د ککړو کسانو د نیولو غوښتنه کړې ده. خو تهران هم لا څه نه دي ویلي.

سریع د ګوښه شوي ولسمشر محمد اشرف غني په واکمنۍ کې له ۲۰۱۷ز کال څخه تر ۲۰۱۹ز پورې د بغلان ولایت او بیا د تخار ولایت امنیه قومندان پاتې شوی وو.

نوموړی د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته تهران ته ولاړ او هلته یې د افغان پوځیانو او پولیسو د اقامتي ستونزو د حل لپاره یو دفتر پرانیستی وو.

د طالبانو د بخښنې پر ادعا سربېره، زرګونه پخواني سرتېري او پولیس د غچ اخیستنې له وېرې په ایران کې پناه ته اړ شول. خو طالبان له پولې هغې خوا ته په هر ډول عملیاتو کې ککړتیا ردوي.

سریع دویم طالب ضد شخصیت دی چې په وروستیو میاشتو کې په ایران کې ووژل شو.

تر دې مخکې د ۲۰۲۵ز کال په سېپټېمبر کې د هرات پخواني والي او جنګسالار اسماعیل خان ته نېږدې یو قومندان معروف غلامي په مشهد کې ووژل شو.

ایران د طالبانو حکومت په رسمیت نه دې پېژندلی خو ورسره ډېپلوماټیک، امنیتي او اقتصادي تعلقات پالي.