مقدونیا کې ۳۳ کسان د ترهګرۍ په تور ګرم وګرځول شول

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په مقدونیا کې یوه عدالت په ۲۰۱۵ز کال کې له پولیسو سره په نښته کې ککړو ۳۳ کسانو ته د ترهګرۍ په تور سزاګانې اورولې دي. په هغه نښته کې ۲۲ کسان وژل شوي ول. په سکوپیې کې جنايي عدالت تېر مازیګر په سخت امنیت کې اووه کسانو د عمر قید او نورو هغو ته له ۱۲ څخه تر ۴۰ کلونو پورې د بند سزاګانې واورولې. عدالت څلور کسان بري کړل. تورن کسان البانوي توکمه دي چې زیاتره یې د کوسوو او مقدونیې دي. دوی له تورونو انکار کړی دی او وايي، په خپله دفاع کې یې اقدام کړی وو. د ۲۰۱۵ز کال په مې کې له کوسوو سره پر پوله په وړوکي ښار کومانوفو کې له پولیسو سره په دوه ورځنۍ نښته کې اته امنیتي سرتېري او ۱۴ وسله وال وژل شوي ول. په پېښه کې ۴۰ پولیسان ژوبل شوي هم ول. د ازادۍ راډيو بالکان څانګې ویډيو