د یونان له کېمپه تښتېدلي کډوال د مقدونیې کېمپ ته استول شوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

لسګونه کډوال او نور پناه غوښتونکي تر هغه وروسته په مقدونیه کې د وینیوګ پنډغالي ته واستول شول چې په سلګونو یې د یونان له ګڼې ګوڼې ډک کېمپه وځغاستل او له یوه سینده په پورېوتو تر پوله واویښتل. پولیس په سلګونه وکړي نیولي او د دوی اکثریت یې بیرته یونان ته واستول.