مقدونییايي مظاهره چیان د درغلۍ رسوايي ضد راوتلي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د مقدونیې په پلازمېنه سکوپیي کې سلګونه وګړو د حکومتي درغلۍ یوې رسوايي پرضد لاریون وکړ. د مې پر څلورمه نېټه مظاهره چیانو د دولت ټاکنیز کمېشن مخې ته لاریون وکړ او ودانۍ یې په رنګونو ولړله. د”رنګین انقلاب“ په نامه دغه ولسي غورځنګ د ولسمشر جورج ایوانوو پر ضد غبرګون دی چې په درغلیو ککړمشکوک چارواکي یې بښلي دي. مظاهره چیانو غوښتنه کوله چې په درغلۍ ککړ سیاستوال او د ټېلیفوني خبرو ثبتوونکي رسوايې کې ښکېل سیاستوال دې عدالت ته راکاږل شي.
د مشال راډيو مقدونیې څانګې ویډيو