د اوکراین ولسمشر ویلي دي چې په جېنېوا کې د امریکا په ملاتړ د دوو ورځنيو خبرو اترو مختلفې پایلې مخې ته راغلې دي.
وولودیمیر زېلېنسکي زیاته کړې ده چې په پوځي اړخونو کې پرمختګ شوی، خو په سیاسي چارو کې ځینې حساسه مسلې لا هم پر ځای پاتې دي.
بلخوا د کرېملين ویاند دمتري پيسکوف ویلي دي چې د جېنېوا د مذاکراتو د نتیجو اندازه لګول به تر وخت وړاندې وي.
بل لورې ته د امریکايي چارواکو لخوا لا د دې دوو ورځنیو خبرو په اړه کوم بیان مخې ته نه دی راغلی.
د اوکراین او روسیې د استازو ترمينځ په جېنېوا کې د دويمې ورځې خبرو اترو شاوخوا دوه ساعته دوام وکړ.
د فبرورۍ پر ۱۸مه د خبرو اترو پای ته له رسېدو وروسته د مسکو استازي ولادیمیر میدېنسکي وویل چې مذاکرات مشکل ول خو پکې د راکړې ورکړې خبرې وې او له دې وروسته به نورې غونډې هم کېږي.
تېره ورځ په جېنېوا کې د سپینې ماڼۍ استازي سټیو وېټکوف ویلي وو چې په خبرو اترو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د فبرورۍ پر ۱۷مه او ۱۸مه د جینیوا غونډه کې د اوکراین جګړې د ختمولو لپاره پر دوو تر ټولو مشکلو خنډونو باندې متمرکز وې چې د ځمکو قبضې او امنیتي ضمانتونه یادېږي.
د جېنېوا غونډه د امریکا، اوکراین او د روسیې د استازیو ترمینځ د درې اړخیزو خبرو درېیم پړاو وو.
تر دې وړاندې په جنورۍ کې د درېیو واړو هېوادونو د استازیو ترمينځ په ابوظبۍ کې هم غونډه شوې وه.