د راپورونو له مخې اسراییلو پر ایران ځوابي برید کړی دی

په اصفهان کې د اټومي تاسيساتو له مرکز سره د ايران د ساتونکي ځواک سرتېري ولاړ دي.

امریکايي رسنیو د حکومتي چارواکو له خولې ویلي دي چې اسراییلو پر ایران یوه حمله کړې ده.

داسې ښکاري چې دا د هغه بې ساري هوايي برید ځواب دی چې تهران د اپرېل پر ۱۳مه شپې ناوخته پر اسراییلو کړی وو.

د ایران دولتي رسنیو ویلي دي چې د اپرېل پر ۱۹مه سهار وختي له مرکزي ښار اصفهان سره نېږدې چاودنې اورېدل شوې دي.

د امريکا یو شمیر لویو رسنیو د امريکا د حکومتي سرچینو په حواله ویلي چې اسراییلو په ایران کې دننه د توغندي یا بي پيلوټه الوتکې برید کړی دی. پر ټولنیزو شبکو او رسنيو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې له اصفهان سره نېږدې لویې چاودنې ښوول شوې دي.

د ایران دولتي رسنیو په تهران کې د چارواکو له قوله ویلي، چاودنې د هوايي دفاع د نظام له امله شوې چې په اصفهان کې یې درې بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

راپورونو وايي چې اسراییلو پر ایران برید کړی دی

د ایران د خلايي امنيت د ملي مرکز ویاند حسین دلیریان د امریکايي رسنیو راپورونه رد کړي او پر اېکس يې ليکلي چې "په اصفهان یا د هېواد په نورو برخو کې له پولو دباندې څخه هیڅ هوایی برید نه دی شوی."

بل خوا یوه شنونکي، چې د ایران پر دولتي ټېلېويژن ښکاري، ويلي چې "په ایران کې دننه د نفوذي کسانو" لخوا کوچنۍ بې پیلوټه الوتکې په هوا کې وې چې په اصفهان کې د هوايي دفاع نظام وويشتلې.

په عین حال کې د اووه لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو د ټولنې (جي - ۷) مشرانو د اپرېل پر ۱۹مه په ايټاليې کې تر يوې غونډې وروسته په خپور شوي بيان کې "له ټولو خواوو څخه" غوښتنه کړې ده چې "د نورې ترينګلتيا د مخنیوي لپاره" کار وکړي.

د ایټالیې د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تجاني ويلي دي چې واشنګټن جي ـ ۷ ټولنې ته خبر ورکړ چې هغوی د اسراییلو لخوا په "وروستیو دقیقو کې" د بریدونو خبر ترلاسه کړ، خو د نوموړي په وينا، "امریکا د برید په اړه هیڅ شریک نه کړل او یوازې يې [همدغه] معلومات راکړل."

د ایران د اټومي تاسیساتو يو تر ټولو لوی مرکز په مرکزي اصفهان کې دی چې د "نطنز" په نامه يادېږي. پر دا ډول تاسيساتو مخکې هم يوشمېر تخریبوونکي بریدونه شوي دي چې تهران یې پړه پر اسراییلو اچولې وه.

د ايران په اصفهان کې د اټومي تاسيساتو يو مرکز.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (ای اې اي اې) ویلي دي چې د ایران اټومي تاسیساتو ته کوم زیان نه دی رسېدلی. د دې اونۍ په پیل کې داسې ګنګوسې وې چې که اسراییل په ایران کې دننه برید وکړي، دا تاسيسات ممکن هدف وي.

د ملګرو ملتونو د اټومي څار هغې ادارې د اپرېل پر ۱۹مه پر اېکس پاڼه ليکلي چې روان وضعيت له نېږدې څاري. "د [اې اې اي اې] مشر رافايل ګراسي له هر چا څخه د ډېر زغم غوښتنه کوي او یو ځل بیا ټینګار کوي چې اټومي تاسیسات باید هیڅکله په نظامي شخړو کې هدف نه وي."

د اپرېل پر ۱۹مه راپور ورکړل شوی چې اسراييلو د شام (سوريې) جنوب کې د پوځ پر يو مرکز هم بريدونه کړي دي.

فرانس پرېس خبري اژانس د شام د بشري حقونو د څار د بریتانیا میشتې ډلې د مشر رامي عبدالرحمان له قوله ليکلي چې اسراییلو ته منسوب بريدونو د سویدا او درعا ولایتونو ترمينځ د "شام د پوځ نصب راډار" په نخښه کړی دی.

د منځني ختيځ په دغه نقشه کې اسراييل او د ايران د سرښار تهران په ګډون په اصفهان کې د چاودنې ځای ښکاري.

امریکايي رسنیو پر ایران د اسراییلو د حملې خبر تر هغې څو ساعته وروسته ورکړی دی چې د ملګرو ملتونو سر منشي انتونیو ګوتېرېش په منځني ختیځ کې وضعیت خورا خراب او اندېښمنوونکی وباله.

نوموړي د اپرېل پر ۱۸مه د امنیت شورا یوې لوړپوړې غونډې ته په وینا کې خبرداری ورکړ چې په غزه کې د جګړې او پر اسراییلو د ایران د حملې له وجې زیاتېدونکې ترینګلتیا "په بشپړې سیمه ییزې شخړې" اوښتای شي.

دا هم وګورئ:

کېمرون: اسراییل د ايران بريدونو ته د ځواب ورکولو پرېکړه کويګڼو هېوادونو د منځني ختیځ پر حالاتو اندېښنه ښوولې دهایران پر اسراییلو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو حمله کړې ده

دا تر هغې وروسته ده چې ایران د اپرېل پر ۱۳مه ناوخته پر اسراييلو په پراخه کچه د څه باندې ۳۰۰ بې پيلوټه الوتکو او توغنديو بې ساري بريدونه وکړل.

هغه توغندي د اپرېل پر ۱۴مه سهار دوه بجې د اسراييلو هوايي حريم ته داخل شول خو د هغه هېواد هوايي دفاعي نظام يې مخه ونيوله.

اسراییلیو چارواکو يوې پوځي اډې ته د لږ زیان رسېدو او د يوې اووه کلنې ماشومې د شدید زخمي کېدو راپور ورکړی وو.

اسراییلو ویلي ول چې د ایران حمله یې ناکامه کړې ده خو ایران وايي چې بریدونه یې بریالي ول.

اسراییلو د ایران د بې ساري برید د ځواب ورکولو ژمنه ښوولې خو په دې اړه یې څه نه ول ویلي چې ځواب به څنګه او کله ورکوي.

داسې امکان دی چې دا حالات به د غزې سیمه، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې پکې جګړه روانه ده، له لا زیات کړکېچ سره مخامخ کړي.