اسحاق ډار وايي په جنوبي اسیا کې ثبات له ګواښ سره مخامخ دی

اسحاق ډار په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وینا کوي - انځور له ارشیفه.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او مرستیال وزيراعظم اسحاق ډار وايي، په جنوبي اسیا کې "ثبات له ګواښ سره مخامخ" دی چې د مخنیوي لپاره یې "سیمه ییزې همکارۍ" ته اړتیا ده.

اسحاق ډار د ډېسېمبر پر درېیمه په اسلام اباد کې د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې یوې غونډې ته په وينا کې وويل "نوې ټېکنالوژي، نړيواله ترهګري، ګډې، پېچلې یا هایبرډ جګړې او د غلطو معلوماتو د خپرولو کيمپېنونه" د سيمې ثبات ګواښي.

نوموړي وویل، هېوادونو د شخړو د حل لپاره د ځواک کارولو ته مخه کړې ده او د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور اصولو ته پام نه کوي.

هغه وویل، د هند او پاکستان ترمینځ د خبرو اترو منظم بهیر له ۱۱ کلونو راهیسې په ټپه ولاړ دی.

ده زياته کړه چې د ۲۰۲۵ز کال په مې کې د پاکستان او هند ترمینځ د جګړې پر مهال ترینګلتیا تر خطرناک بریده زیاتېدای شو او د خبرو ټینګار یې وکړ چې

د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په اکتوبر کې د پاکستان او د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمینځ نښتې شوې وې او تر دې څو میاشتې مخکې په مې کې د پاکستان او هند ترمینځ لنډه جګړه شوې وه. په هغه تاوتریخوالي کې ټولو خواو ته مرګژوبله اوښتې وه.