د هند غوره لیګ یا انډيين پريميېر ليګ (ای پي اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په لړ کې ممبۍ انډیینز او کولکته (کلکته) نایټ رایډرز یو بل ته مخامخېږي.
د ممبۍ په لوبغالي کې د مارچ ۲۹مې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.
د ای پي اېل ۱۹م پړاو سیالۍ د مارچ پر ۲۸مه پیل شوې او لومړۍ لوبه د تېر کال اتلې رایل چیلېنجرز بینګلور (بنګلور) وګټله.
د بینګلور په لوبغالي کې د سیالۍ پچه د بینګلور لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ اچونه غوره کړه.
سنرایزرز حیدراباد په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په زیان ۲۰۱ منډې وکړې.
رایل چیلېنجرز بینګلور ټاکلی هدف په ۱۶م اوور کې د څلورو لوبغاړو په زیان پوره کړ او سیالي یې په شپږو وېکټو وګټله.
د ای پي اېل په سږنیو سیالیو کې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۳۱مه نېټه کېږي.