د مهاجرت نړیوال سازمان وايي ۲۰۲۵ز کې هره ورځ ۲۱ تنه د کډوالۍ پر لارو مړه شول

په يونان کې يو کس د هغو کډوالو له قبرونو سره ولاړ دی چې له ترکيې څخه د وراوښتو پر مهال مړه شوي دي ـ انځور له ارشيفه

د مهاجرت نړیوال سازمان (ای او اېم) وایي چې په ۲۰۲۵ز کال کې شاوخوا ۸،۰۰۰ کسان د کډوالۍ پر لارو مړه یا تري تم شوي دي.

دغه سازمان د فبرورۍ پر ۲۶مه په خپاره کړي راپور کې وویل، د هغو هېوادونو شمېر ته په کتو، چې اتباع یې کډوال کېږي، افغانان د مړینې د نوملړ په سر کې دي.

د ای او اېم شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۵ز کال کې په اوسط ډول هره ورځ ۲۱ کډوال مړه شوي دي.

سازمان پرمخ ليکي چې په ۲۰۲۵ز کال کې د کډوالۍ لپاره پر لارو ۷،۶۶۷ کسان مړه یا تري تم شوي دي.

سازمان وايي، له هغو کسانو څخه یې ۳،۰۰۰ تنه د اسیايي هېوادونو اوسېدونکي او له هغو بیا ۱،۵۴۰ افغانان دي.

د سازمان په خبره، په ۲۰۲۵ز کال کې د مړو شویو کډوالو له جملې د افغانانو ترڅنګ د یمن، افریقا او خلیجي هېوادونو اتباع هم شامل دي.

په ۲۰۲۵ز کال کې د کډوالۍ پر لارو د مړو شویو کسانو شمېر ۲۰۲۴ز کال ته په کتو کم دی، ځکه د ای او اېم په وينا، پر هغه کال د ۹،۲۰۰ کډوالو مړینه ثبت شوې وه.

د مهاجرت نړیوال سازمان مشرې ایمي پوپ ویلي دي چې د کډوالۍ پر لارو هغه مرګونې پېښې یوه "نړیواله ناکامي" ده او دا "عادي چاره" نه ده.

سازمان ټينګار کړی دی چې سملاسي باید د منظمو او خوندي لارو پر جوړولو کار او د اړمنو کسانو ملاتړ وشي.

د کډوالۍ ادارو پخوا ویلي وو چې له ۲۰۲۱ز کال راهیسې شاوخوا اووه مېليونه افغانان له خپل هېواده کډوال شوي دي.

په همدې ترڅ کې بیا په تېرو کلونو کې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ تېزه شوې او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، له ۲۰۲۳ز کال راهیسې یې څه باندې ۵،۴ مېلیونه وګړي هېواد ته لېږدولي دي.