د هند او جنوبي افریقا د کرکټ لوبډلې نن وروستۍ ۲۰ اووره سیالي لري

هندی لوبغاړی د جنوبي افریقايي بیټر په سوځېدو خوشالي کوي - د ډېسېمبر ۱۴مې انځور.

د هند او جنوبي افريقا د کرکټ ملي لوبډلې په پینځمه او وروستۍ ۲۰ اووره سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي.

د احمداباد په نرېندرا مودي لوبغالي کې د ډېسېمبر ۱۹مې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر شپږ نیمو او د کابل پر شپږو بجو پیلېږي.

تر اوسه پورې له شویو سیالیو څخه یې هند دوه او جنوبي افریقا یوه ګټلې او څلورمه لوبه د لوګجنې لړې له وجې لغوه شوې وه.

تر دې مخکې هند د درې یو ورځنیو سیالیو په لوبلړۍ کې مېلمنې لوبډلې ته ماته ورکړې وه.