د هند د مهاراشټرا ایالت د اعلاوزیر مرستیال د الوتکې پرېوتو پېښه کې وژل شوی دی

د هند د بیړنیو چارو کارکوونکي او امنیتي سرتېري د جنورۍ پر ۲۸مه په بارامتي کې د الوتکې پرېوتو ځای ته ورغلي دي.

د هند د مهاراشټرا ایالت د اعلاوزیر مرستیال اجیت پوار د الوتکې پرېوتو په پېښه کې وژل شوی دی.

د فرانسې خبري اژانس د هند د ملکي هوايي چلند ادارې په یو بیان کې ویلي دي چې د جنورۍ ۲۸مې په پېښه کې په الوتکه کې ناست ټول کسان وژل شوي دي.

بیان وايي، په وژل شویو کې د پوار د امنیتي چارو مسوول، مرستیال او د الوتکې د عملې دوه غړي شامل دي.

اژانس د هندیو رسنیو په حواله وايي چې الوتکه د مهاراشټرا له مرکز ممبۍ څخه د سیاستوال انتخاباتي حلقې بارامتي پر هوايي ډګر د ښکته کېدو پر مهال د پېښې ښکار شوه او اور یې واخیست.

تر اوسه د الوتکې د پرېوتو لامل معلوم نه دی.

هندي وزیراعظم نرېندرا مودي پر اېکس په بیان کې د مهاراشټرا د مرستیال اعلاوزیر پر مړینه خپګان ښوولی دی او ویلي یې دي چې هغه یو "محنتي شخصیت" و "د خلکو رهبر" وو.

رویټرز اژانس وايي، پوار د مودي د بارتیا جنتا ګوند په مشرۍ د اېتلافي حکومت برخه وو.

اژانس د ځايي رسنیو په حواله وايي چې ۶۶ کلن پوار د یوې بانفوذه سیاسي کورنۍ غړی وو او بارامتي ته د انتخاباتي کیمپېن لپاره ورروان وو.