د برلین دېوال ړنګولو ۲۵ مه کلیزه
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په جرمني کې د برلین دېوال ړنګولو ۲۵ کلېزې درې ورځني جشنونونه د دوشنبې ورځ پای ته ورسېدل، چې پکې د اورلوبې او کنسرتونه تر سره شول او په زرګونه سپینې پوکڼۍ والوځول شوې.
د جرمني وزیر اعظمې انګېلامېرکل وویل چې د برلېن دېوال ړنګول لاهم په ټوله نړۍ کې پتېره په اوکراین، سوریه، عراق او د نړۍ په نورو سیمو کې د مظلومو خلکو لپاره د امېد یو پیغام دی.
د نړۍ د عیسویانو مذهبي مشر پاپ فرانسس وویل، د برلېن دېوال په اروپا او ټوله نړۍ کې د ایډیولوژیک وېش یو سېمبول و.