اروپايي ټولنه پر روسیې د نویو بندیزونو لګولو په اړه کومې پرېکړي ته نه ده رسېدلې.
تاکل شوې ده چې بندیزونه د روسیې لخوا پر اوکراین د برید د څلورمې کلیزې په مناسبت عملي شي.
د فبرورۍ پر ۲۳مه په برسلز کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه، د هنګري او سلوواکیا د مخالفت له وجې موافقې ته ونه رسېده.
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ د ادارې مشرې کایا کالاس ويلي دي چې دې ته په کتو چې د فبرورۍ پر ۲۴مه د جګړې د پیل غمجنه کلیزه ده او دا په رښتیا هم ډېره خواشینې ده چې دوی کومې موافقې ته ونه رسېدل.
هغې زیاته کړه چې پر روسيې د اروپايي اتحادیې د بندیزونو پر دغه پېکېج به کار دوام ولري.
روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين یرغل وکړ. له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو ځواکونو سختې جګړې کړي او د يو بل زرګونه سرتېري یې وژلي دي. روسیې د اوکراين ګڼې برخې نيولي دي.
په همدې حال کې د جګړې ختمولو لپاره د سولې خبرې هم روانې دي چې لا یې نتیجه نه ده ورکړې.