په کواټ کې روغتیاپالانو د یوې ډاکترې د وژنې ضد کاربندیز کړی دی

ډاکترانو احتجاجاً د ډېوېژن د مرکزي روغتون په څانګو کې هړتال کړی دی.

د خیبر پښتونخوا په کواټ (کوهاټ) کې د ډېوېژنل هېډکوارټر روغتون روغتیاپالانو د یوې ډاکترې تر وژنې وروسته کاربندیز کړی دی.

پولیسو د فبرورۍ پر ۲۳مه د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې ډاکتره مهوش د اتوار (یکشنبې) پر ماښام په هغه روغتون کې د دندې تر ختمولو وروسته کور ته روانه وه چې له روغتون سره نېږدې وسلوالو وویشته.

د پېښې په غبرګون کې روغتیاپالانو د "ملګري ډاکترانو سازمان" او "ځوانو ډاکترانو ټولنې" په بلنه د فبرورۍ پر ۲۳مه د ډېوېژن په مرکزي روغتون کې کاربندیز کړی دی او په صوبه کې یې له نورو روغتیاپالانو څخه هم د کاربندیز غوښتنه کړې ده.

وروسته د کواټ ډېوېژن انتظامي مشر (کمېشنر) معتصم بالله شاه له احتجاجیانو سره خبرې وکړې چې په نتیجه کې یې هغوی د روغتون د بیړنیو خدماتو یا اېمرجنسۍ څانګه پرانیسته خو په نورو څانګو کې یې هړتال ته دوام ورکړی دی.

د ملګري ډاکترانو سازمان یو غړي ډاکتر کاشف مشال راډیو ته وویل چې د فبرورۍ پر ۲۲مه یو کس خپله یوه ناروغه هسپتال ته وروستې وه چې له ډاکترې مهوش سره یې د ښځینه مریضانو له څانګې بهر د کښېناستو پر سر لفظي شخړه وشوه.

نوموړی وايي، وروسته چې ډاکتره کور ته روانه وه نو وسلوال ورته له روغتونه بهر په انتظار ول او و یې ویشته.

ډاکتر کاشف د تورن کس په اړه نور معلومات نه درلودل خو پولیس وايي رپورټ یې کښلی، پلټنې یې پیل کړې دي او په پېښه کې د ککړو کسانو د نیولو هڅه کوي.