د دویمې نړیوالې جګړې ۷۵ کاله پوره شول

دا انځور د ۱۹۴۴ز کال د جون پر پېنځمه خپور شو چې پکې برتانیوي سرتېري ښوول شوي چې د انګلستان پورټسماوت لوري ته روان شول. دوی بله ورځ له متحدانو سره یو ځای د نارمنډي پر سواحلو ورښکته شول. 

د ۱۹۴۴ز کال د جون شپږمه - د امریکايي پوځیانو یوه ډله د هغو سرتېرو د مرستې پر مهال چې الوتکه یې د دښمن په مرمیو ولګېده، اور یې واخیست او ډوبه شوه. دا د اوماها ساحل دی. 

د ۱۹۴۴ز کال د جون اوومه - امریکايي سرتېري له اوماها ساحل سره نېږدې هغه ځای ته ورغونډ شوي چې د جرمنانو خندق او ته خانه پکې جوړ ول. دا ځای اتحادي ځواکونو د نارمنډي پر سواحلو تر ورښکته کېدو وروسته نیولی وو. 

پر ساحل تر ورښکته کېدو وروسته برتانیوي سرتېري د پرمختګ اشارې په انتظار دي. دا انځور هم د جون پر شپږمه اخیستل شوی. 

کاناډايي سرتېري د ۱۹۴۴ز کال د جون پر شپږمه له خپلو بایسېکلونو سره پر ژونو ساحل ورښکته شول. 

امریکايي سرتېري هم د جون پر شپږمه د فرانسې په شمال غرب کې د نارمنډي پر سواحلو ورښکته شول چې د ناڅي جرمن ځواکونو پر ضد له جنګېدونکو سرتېرو سره مرسته وکړي. 

د ۱۹۴۴ز کال د جون شپږمه - د جرمن ځواکونو پر ضد د اېتلافي سرتېرو د عملیاتو دا انځور له فضا اخیستل شوی. په دې عملیاتو کې له ۴،۰۰۰ څخه تر ۹،۰۰۰ پورې جرمن سرتېري او زرګونه فرانسوي ولسي وګړي ووژل شول. همداراز، اټکلونه ښيي چې په نښتو کې د اتحادي ځواکونو تقریباً ۱۰،۰۰۰ سرتېري ووژل، ژوبل یا ورک شول. 

دا انځور امریکايي پوځ اخیستی چې د جون پر شپږمه پر اوماها ساحل پکې ژوبل امریکايي سرتېري ښودل شوي.

دا انځور هم د ۱۹۴۴ز د جون پر شپږمه اخیستل شوی چې د امریکا په ملي ارشیف کې خوندي دی او امریکايي سرتېري پکې ښوول شوي. 

دا انځور د اتحادي ځواکونو پر کښتیو د جرمنيو الوتکو برید ښيي. 

ډوایټ ډي ایزهاور چې د امریکا ولسمشر او د هغه هېواد د ټولو ځواکونو ستر قومندان وو د فرانسې سواحلو ته تر روانېدو مخکې د سرتېرو لارښوونه کوي او امر ورکوي.

د ۱۹۴۴ز د جون پر شپږمې د نارمنډي پر سواحلو تر برید وروسته د فرانسې کمانډو ځواک سرتېري سیمې ته روان دي. 

دا د اېتلافي ځواکونو هغه سرتېري دي چې د فرانسې پر له منشې ساحل یې له الوتکو ټوپ وواهه او په پاراشوټونو کې ورښکته شول.

له ننه ۷۵ کاله مخکې، د جون پر شپږمه د امریکا او متحدانو سرتېري د فرانسې پر نارمنډي کې پر ساحل ورښکته شول.