بنګلادېش تر څه باندې یوې لسیزې وروسته له پاکستان سره مستقیم پروازونه پیلوي

د بیمان هوايي شرکت یوه الوتکه په لندن کې په هوايي مېله کې د پرواز پر مهال - انځور له ارشیفه.

د بنګلادېش چارواکي وايي، د روانې میاشتې په پای کې له پاکستان سره مستقیمې الوتنې پیلوي.

دا به له ۲۰۱۲ز کال راهیسې لومړی ځل وي چې د دواړو هېوادونو ترمینځ به مستقیم او دوامداره پروازونه پیل شي.

د بنګلادېش ملي هوايي شرکت بیمان مدیرې بشرا اسلام د جنورۍ پر اتمه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې د روانې میاشتې له ۲۹مې څخه د ډاکې او کراچۍ ترمینځ په اونۍ کې دوه پروازونه پیلېږي.

نوموړې وايي، له دې سره به د دواړو هېوادونو ترمینځ اتصال ښه شي او دا به "د سیلګرۍ، تجارت او د کورنیو د بیا یوځای کېدو مرسته" وکړي.

د بنګلادېش او پاکستان ترمینځ د مال لېږدوونکو بېړیو مستقیم تګ راتګ د ۲۰۲۴ز کال په نومبر کې بحال شوی وو.

د ۲۰۲۴ز کال په اوړي کې په پلازمېنه او نورو ښارونو کې د مظاهرو او تاوتریخوالي په نتیجه کې د بنګلادېشي حکومت ړنګېدو او پخوانۍ وزیراعظمې شیخ حسینې واجد تر استعفا وروسته ډاکې او اسلام ابادد ترمینځ تعلقات ښه شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د وزیراعظم مرستیال محمد اسحاق ډار د ۲۰۲۵ز کال په اوړي کې ډاکې ته ولاړ او هلته یې له چارواکو سره د خپلمینځي اړیکو او سوداګرۍ د پیاوړتیا په موخه شپږ موافقې او تفاهملیکونه لاسلیک کړل.

بنګلادېش او پاکستان پخوا یو هېواد وو، هغه مهال اوسنی بنګلادېش د ختیز یا مشرقي پاکستان په نوم یادېده، خو په ۱۹۷۱ز کال کې د جګړې په نتیجه کې یې له پاکستانه جلا شو.