د آرمینا کنډکپر لرغوني آثار
په آني ښار کې د ؛هریپسیمیان ورجینز؛ په نوم د عبادت یو تاریخي ځای دی . دا د ارمینیا او ترکیی تر مینځ په یوه کنده کې جوړ دی. دا تاریخي تعمیر هم د ورکیدو د خطر سره مخ دی.
په اني کې نمر وهلې او کنډواله کلیسا. دا کلیسا چې زر کاله وړاندی جوړه کړل شوې وه ، د تاریخ په وږدو کې د روسیې ، عثماني خلافت او ارمینیا د واک لاندی پاتی شوی ده. په نورلس شوه شلم کال کې دا ترکیې د واک لاندی راغله.
په اني کې د سینټ ګریګوري کلیسا. په نورلس سوه اته نوي کال کې ددې کلیسا ګنبتونه ونړول شو.
د ترکیی او ارمینیا په پوله پرته د کیزکلي کلیسا . په نورلس سوه څوارلسم کال دا سیمه د عثماني خلافت برخه وه او دلته تر دوو ملینو ډیر ارمینیان اوسیدل. اوس دا د مشرقي ترکیی برخه ده.
د اني د ماشومانو شهزادګانو د مقبری نښی نښانی
يوه پخوانۍ نښه ښايي چې د اني ښار یوه برخه پوځي سیمه ده.
دا دره ترکیه له ارمینیا څخه جلا کوي. په نورلس سوه پنځلسم کال کې د عثماني خلافت چارواکو له دې ارمینیان ایستلي وو.
د تیارې د خوریدو نه وروستو په اني ښار دننه د ارمینیا یوه امنیتي پوسته
د سینټ ګریګوري په کلیسا دننه هنري کار ته زیان رسیدلی دی.
د اني ښار نه بهر د ارمینیا د پولې خوا ته د واورو د وریدو منظر
د اني ښار نه د یو ساعت په مزل د کارس ښار. یو وخت ددې ښار د ابادۍ پینځه اتیا فیصده برخه ارمینیان وو.
په دې ځاي کې ځاي په ځاي د قبرونو تیګې پرتی دي. دلته ځني لرغوني قبرونه د خزانو د موندلو لپاره کنستل شوي او ړنګ کړل شوي دي.
په کارس کې ددې ودانۍ په اړه فکر کیږي چې د ارمینیا د نوموړي شاعر یغیشي شارنټس کور دی.
د کارس کلیسا: د نورلس سوه پنځلسم کال نه وړاندی دا ارمینیانو د عبادت مرکزي ځاي وو. په نورلس سوه درې نوي کې دا په یو جمات بدل کړی شو.
د اني نه یو څو کلومیټره بهر د باګنیر د لوي کلیسا یوه برخه.
د یوې ورانې شوې کلیسا پاتې شوی هنري کار.
د یاګکیسن په کلي کې د یوې کلیسا وداني. په نورلس سوه شلم کال کې ددې ځاي نه ارمینیان په زور ویستل شوي وو.
د کیزیل کلیسې د کلیسا دننه برخه. په دې تاریخي ځاي کې اوس چرګان ساتل کیږي.
په اني کې یو لرغوني تعمیر چې یو وخت کې کلیسا وه.
د ارارات تاریخي سیمه اوس د ترکیی برخه ده.
د اني نه د شپاړس کلومیټره په واټن د وګوزلو کلیسا. په نورلس سوه شپږ دیرشم کال کې زلزلې ددې تعمیر ته ډیر زیان ورسولو.
د وګوزلو کلي یوه اوسیدونکې د ارمینیا روایتي هنري کار ښايي.