په کابل کې ځانمرګي برید درې کسان وژلي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د ډسپیچري په سیمه کې ځانمرکی برید درې ولسي وګړي وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي. د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي مشال راډیو ته وویل چې یاده حمله د موټر په واسطه چې له چاوېدونکو موادو ډک و رامنځته شوې ده. د دې برید مسولیت وسله والو طالبانو منلی دی.