کابل کې پر مېلمستون له بریده اته تنه ووژل شول
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې بېګا شپه په یوه وسله وال برید کې د درو بریدګرو په ګډون اته تنه ووژل شول.
د راپورونو له مخې په وزل شوو کې یو امریکایي او دوه هندیان شامل دي.
وسله والو بریدګرو بېګا شپه د اتنیمو بجو په شاوخوا کې د کابل په کلوله پشته سیمه کې د پارک پېلس پر میلیمستون چې اکثره بهرنیان پکې اوسیږي، برید وکړ.
وروسته افغان ځواکونو د بریدګرو پر وړاندې عملیات وکړ چې پنځه ساعته یې دوام وکړ.
افغان چارواکي تل د دغه ډول بریدونو تر شا تر ډېره د حقاني شبکه او د هېواد وسله وال مخالیفین پړه ګرځوي