په جلال اباد کې موټر بمې چاودنه.


نن سهار د افغانستان د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد کې د پولیسو د اکیډمۍ په موټر کې د بمې چاودنې له عمله ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار والي ویاند احمد ضیا عبدالزی وایی، دا چاودنه د پولیسو په یو موټر کې د ځای پر ځای شوي بم له عمله شوې ده.

په چاودنه کې ۳ پولیس وژل شوي دې.