ګیلاني وويل ،”په نړۍ کې چې د پاکستان څومره ملاتړي دي هغوی په دې خبره کانې کوي چې ډرون بریدونه د پاکستان لپاره ستونزې جوړوي.او موږ له خپلو نړیوالو ملګرو څخه غوښتنه کوو چې پر امریکا فشار راوړي چې پر پاکستان ډرون بریدونه ودوري اوددې لپاره موږ په خپله هم له امریکا غوښتنه کوو .٬٬
او د پاکستان خارجه وزارت هم په یوه بیانییه کې وايي ،چې په اسلام اباد کې یې د امریکا سفارت ته د شورو ورځ په جنوبي وزیرستان کې د ډرون بریدونو په اړه په سختو ټکو خپل احتجاجي بیان ریکارډ کړی دی.
د ډرون بریدونو په اړه د پاکستان د وزیراعظم څرګندونې پر داسې مهال راغلې چې د پاکستان د استخباراتو د ادارې ای اېس ای مشر احمد شجاع پاشا او د امریکا د سي ای اې مشر لیون اي پانیټا د روانې اونۍ د ګل ورځې د سي ای اې په مرکز کې څلورساعته غونډه هم په همدې موخه وه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ راپورته شوي ناندري او اختلافات پای ته ورسوي.
د امريکا واشنګټن پوست ددغه ملاقات په اړه لیکي چې سي ای اې په پاکستان د خپلو کارکونکو د ورځنیو کړنو په باب د لا ډېرو مالوماتو په ورکولو سلا شوېده.او ژمنه یې کړې چې د ډرون بریدونو په اړه به همکاري پراخوي.په دغه غونډه کې امریکا او پاکستان د خپلو کړکېچنو اړیکو ښه کولو هڅه کوله.
خو د سي ای اې مشر دا هم ویلي دي ،چې دوی د خپل امریکا يي ولس ساتنه کوي او له هیڅ داسې عملیاتو به لاس وانه خلي چې د امريکايي ولس په ساتنه کې مرستندویه ثابیتېږي.او د سي ای اې پر فعالیتونو د پاکستان زیات کنټرول د اوباما انتظامیې لپاره د منلو وړ نه دي.
پر ډرون بریدونو د پاکستان تګلاره
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
پر ډرون بریدونو د پاکستان تګلاره
ورځپاڼه کاږي که څه هم دواړه خواوې پر ځینو مسلو سلا شوي دي خو یو شمېر لویو ټکیو باندې لا هم ناندري پر ځای پاتې دي.په تېره د سي ای اې لخوا ډرون الوتکو د بریدونو پروګرام له نویو محدودیتونو سره مخامخېدای شي که څنګه.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د یوه جګپوړي پاکستاني چارواکي له خولې لیکي چې دم ګړۍ تر هغو د ډرون الوتکو بریدونو لړۍ کنګل شوېده چې لومړۍ دواړه غاړې د سي ای اې د بریدونو د شمېر پر راکمولو یوه جوړجاړي ته نه وي رسېدلي.
پاکستاني چارواکي وايي، تېر کال چې په ډرون بریدونو کې څومره کسان وژل شوي وو، هغه د طالب وسلوالو ډلو د لاندې کچې وو.او سي ای اې دعوی کوي چې فلانی د بم جوړولو ماهر وو او یا د طالبانو کمپویټر کارپوه وو یا دا او یا ها وو خو دده په خبره داسې نه ده.
کله چې له دغه پاکستاني چارواکي پوښتنه وشوه چې ،پاشا په رسمي توګه د ډرون بریدونو د بندولو غوښتنه کړې نو دی وايي، نه په داسې ټکیو کې یې نه ده کړې.
د پاکستان او امریکا اړيکي په دا وروستو کې د سي ای اې د یوه امنیتي ټېکدار ریمنډ ډیوس پر سر خراب شول چې په لاهور کې یې دوه کسان ووژل او بیا د خون بها ورکولو وروسته خوشی شو.
خو پاکستانی چارواکی وايي ،” موږ ډیوس خوشی کړ او په دا بل سهار مو په ډرون بریدونو کې د پاکستان دامنیتي ادارو مرسته کوونکي ووژل شو.٬٬