د تیرا کډوالو د پېښور خبریالانو مرکز مخې ته پرلت وهلی دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خیبر له تیرا څخه د پوځي عملیاتو له وجې بېکوره شویو د مارچ له ۲۵مې راهیسې د پېښور خبریالانو مرکز مخې ته پرلت وهلی دی. دوی وايي، چارواکي ورسره مرستې نه کوي او د اسانتیاوو ورکولو ژمنې یې هم نه دي پوره کړي. حکومت لا د احتجاجیانو دعوو په اړه څه نه دي ویلي. د روان کال په جنورۍ کې له تیرا څخه شاوخوا ۱۰۰،۰۰۰ وګړو کډې وکړې او د پېښور په ګډون د خیبر پښتونخوا نورو برخو ته ولاړل. ویډیويي رپورټ.