د خوست نقیب الله لوبډله د رمضان کرکټ لیګ اتله شوه
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په خوست کې د ولایت د ۲۸ لوبډلو ترمینځ د رمضان لیګ په نوم د کرکټ ۱۰ اووره سیالۍ پای ته رسېدلې دي. د مارچ پر ۱۶مه په پښتونستان پارک لوبغالي کې د سیالیو پایلوبه نقیب الله لوبډلې وګټله. منتظمین وايي، د سیالیو مقاصد د ځوانانو ترمینځ یووالی، د ورزشکارانو د وړتیاوو لوړول او له باتجربه لوبغاړو سره د نویو لوبغاړو د لوبېدو فرصتونه برابرول ول. ویډیويي رپورټ.