امریکا د هغه ايتلاف اعلانولو ته نيږدې شوې چې د دوی په وینا پر هرمز تنګي د تېرېدونکو کښتیو ساتنه به کوي.
دا خبر د امریکا وال سټریټ ژورنال او اکسیوس رسنۍ د نوم له ورکولو پرته د امریکايي چارواکو له خولې ورکړی دی. د وال سټریټ ژورنال د مارچ پر ۱۵مه راپور ورکړ چې د ولسمشر ټرمپ اداره ښايي همدا اوونۍ اعلان وکړي چې څو هېوادونه پر دې سلا شوي دي چې یو ایتلاف جوړ کړي.
اکسیوس رسنۍ بیا د څلورو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هیله لري په راتلونکې اوونۍ کې د دې ایتلاف اعلان وکړي. راپور زیاتوي چې هغه دا هم په پام کې لري چې که په تنګي کې تګ راتګ بند پاتې شي، نو د ایران ستراتیژیک خارګ ټاپو ونیسي. ولسمشر ترمپ تر دې وړاندې په ټولنیزو رسنیو لیکلي وو چې “هغه هېوادونه چې د هرمز تنګي له لارې تېل ترلاسه کوي باید د دې لارې ساتنه وکړي.”
په داسې حال کې چې ایران وايي لا هم تسلیمېدو ته تیار نه دی او هرمز تنګي کې یې په تېلو وړونکې کښتۍ ویشتلې دي. هرمز تنګی د ايران او عمان ترمنځ دی چې د نړۍ ۲۰ فېصده د تېلو صادرات پرې کېږي.
امریکا او اسراییل د فرورۍ پر ۲۸مه پر ایران برید کړی وو چې لا هم نه یوازې روان دی بلکې ایران هم په غبرګون کې د سیمې په هیوادونو کې امریکايي هدفونه په نښه کوي.