شاهين شاه افرېدی: له بنګله دېشه د شکست باوجود په لوبډلې وياړم

د بنګله دېش لوبغاړي د يو پاکستاني لوبغاړي په اوټ کېدو خوشالي کوي

د پاکستان د ۵۰ اووره کرکټ لوبډلې مشر، شاهين شاه افرېدی وايي له بنګله دېشه یې لوبلړۍ وبايلله خو پر خپلو لوبغاړو وياړي.

افرېدي د مارچ پر ۱۵مه، په ډاکه کې د پاکستان او بنګله دېش د دریوو لوبو د لړۍ وروستۍ سیالي وروسته خبرې کولې. هغه وويل چې بیټينګ او بالينګ یې نور ښه کولی شو خو باوجود د دې چې لوبډله کې یې ګڼ ځوانان اخیستي وو، سیالۍ یې بدې نه وې.

پاکستان د بنګله دېش په وړاندې، خپله درېيمه لوبه په ۱۴ منډو وبايلله خو دوهمه یې ګټلې وه. البته په لومړۍ لوبه کې یې ټول لوبغاړي ژر اوټ شول او يوازې ۱۱۴ منډې یې وکړي. هغه سیالي بنګله دېش په اسانۍ، په ۸ ويکټو ګټلې وه.

په وروستۍ او درېيمه سیالۍ کې بنګله دېش لومړی بيټينګ وکړ او په پنځوس اوورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په اوټ کېدو یې ۲۹۰ منډې جوړې کړې. پاکستان دا هدف پوره نه شو کړلی او ټول لوبغاړي یې په پنځوس اوورونو کې د ۲۷۹ منډو په کولو اوټ شول.