د خيبر پښتونخوا اعلا وزير سهېل اپرېدي ويلي دي چې که وفاقي حکومت د پاکستان تحريک انصاف د بنسټګر او پخواني وزيراعظم عمران خان درملنه د هغه شخصي ډاکټرانو او د کورنۍ د غړو تر څارنې لاندې په شفا انټرنېشنل روغتون کې ونکړه نو له وړکي اختر وروسته به د احتجاج لړۍ پيل کړي.
سهېل اپرېدي د مارچ پر ۱۳مه د اسلام اباد په خيبر هاوس کې خبري غونډې ته وويل چې د دوي هدف د عمران خان د روغتيايي حالت په اړه اندېښنې څرګندول او د مناسبې درملنې غوښتنه ده.
اپرېدي زياته کړه چې د عمران خان درملنه بايد د قانوني او اساسي حقونو مطابق د هغه د خپل ډاکټر او د کورنۍ د غړو په موجودګۍ کې وشي.
نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې د عمران خان د روغتيايي حالت او د هغه د درملنې څرنګوالي په اړه د تحريک انصاف ګوند او وفاقي حکومت ترمنځ تاوتريخوالی زيات شوی دی.
د عمران خان د کورنۍ او ګوند څو واري غوښتنه کړې چې د نوموړي درملنه د هغه د خپل ډاکټر تر څارنې لاندې وشي.
خو وفاقي حکومت دريځ لري چې عمران خان ته په بند کې ټول روغتيايي سهولتونه ورکړل شوي دي او د درملنې لپاره روغتون ته هم ليږدول شوي دي.