چین پر افغانستان او پاکستان غږ کړی چې له جګړې لاس واخلي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي. (انځور: ارشیف)

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په افغانستان کې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته په ټلیفوني خبرو کې ویلي چې له پاکستان سره روانې مسلې دې د زور او ځواک پر ځای د خبرو اترو او سلا مشورو له لارې هوارې کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د مارچ پر ۱۳مه په خپور کړي یو بیان کې پر دواړو خواو غږ وکړ چې له زغمه کار واخلي، سمدستي اوربند وکړي او خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي.

وانګ یي په بیان کې وویل چې د زور استعمال به مسله نوره پیچلې او حالات به نور خراب کړي.

په هند کې د چین سفیر ژو فی هونګ پر ایکس پاڼه د ټیلیفوني خبرو تفصیل شریک کړی او لیکلي یې دي، "چین لیواله دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پخلاینې او اوربند ترلاسه کولو لپاره فعالې هڅې وکړي."


د چین له خوا دا بیان له هغه وروسته مخې ته راغلی دی چې پاکستان د مارچ پر ۱۲مه په کابل، کندهار، پکتیکا او پکتیا د شپې حملې وکړې او وې ویل چې د "ترهګرو پناهځایونه" یې له منځه وړي دي.

خو په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندویه ماموریت او د طالبانو چارواکو د مارچ پر ۱۲مه وویل چې د پاکستان په بریدونو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

بلخوا د پاکستان پوځ د مارچ پر ۱۴مه په یو بیان کې وویل چې د مارچ پر ۱۳مه په کوټه، کوهاټ او راولپېنډۍ کې د افغان طالبانو ډرونونو څلور ولسي وګړی ژوبل کړي دي.