په عراق کې د امریکا تېل لېږدوونکې الوتکې پرېوتو پېښه کې ۴ کسان وژل شوي دي

د امریکا تېل لېږددونکې الوتکه - د مارچ څلورمې انځور

امریکايي چارواکي وايي، په عراق کې د هغوی د یوې تېل لېږدوونکې الوتکې پرېوتو پېښه کې د عملې څلور کسان وژل شوي دي.

د امریکا مرکزي کومندانۍ (سېنټرل کمانډ يا سېنټکام)، چې په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو چارې سنبالوي، د مارچ پر ۱۳مه خبر ورکړی دی چې "کې سي ۱۳۵" تېل لېږدوونکې الوتکه د پنجشنبې يا زيارت پر ورځ د عراق په لویدیزه سیمه کې ولوېدله.

سېنټکام لیکي، په الوتکه کې شپږ کسان سپاره ول چې تر اوسه دوی د څلورو کسانو مړینه تاییدولی شي. یاده اداره وايي، د الوتکې د لوېدلو د علت معلومولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي خو دم ګړی دا خبره روښانه ده چې الوتکه "نه خپلو ويشتلې ده او نه هم د پردو په ډزو لګېدلې" ده.

سېنټکام وړاندې وايي چې یوه بله ورته الوتکه په خوندي ډول ښکته شوې ده.

تر دې وړاندې د مارچ پر دویمه امریکايي چارواکو خبر ورکړی وو چې د هغوی درې "اېف ۱۵" جیټ الوتکې د کویت د هوايي دفاع ځواکونو لخوا په غلطۍ په نخښه شوې وې.

په هغو پېښو کې په الوتکو کې سپاره شپږ واړه کسان او پیلوټان په خوندي ډول پر ځمکه ښکته شوي ول.