ښځو نړیواله ورځ: پېښور کې د سولې لپاره لاریون کړی دی
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په پېښور کې ښځو او فعالانو د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د سولې لپاره لاریون او مظاهره کړې ده. دوی د مارچ پر اوومه په پېښور کې د خبریالانو مرکز مخې ته د مظاهرې پر مهال وویل چې د جګړو او ناامنۍ له وجې تر ټولو زیاتې ښځې او ماشومان اغېزمنېږي. دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني زیاته شوې ده او د تېرې میاشتې له وروستیو ورځو راهیسې د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان او د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمینځ نښتې شوې دي. ویډیويي رپورټ.