امریکا د ایران د نوي مشرتابه لپاره ممکنه کاندیدان ګوري

د امریکا د سپینې ماڼۍ ویانده کېرولین لېوېټ د وینا پر مهال. (انځور: ارشیف)

د امریکا د سپینې ماڼۍ ویانده وايي، امریکا د ایران د نوي مشرتابه لپاره احتمالي کاندیدان ګوري.

کېرولین لېوېټ د مارچ پر شپږمه خبریالانو ته وویل، د امریکا د حکومت او د استخباراتي ادارو په نظر کې ځیني کسان شته خو په دې اړه نور معلومات دم ګړۍ ته نه شي شریکولی.

د سپینې ماڼۍ د ویاندې دا څرګندونې په داسې مهال مخې ته راغلې دي چې پر ایران د اسراییلو او امریکې د بریدونو دویمه اونۍ پیلېږي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ هم د مارچ پر پینځمه نېټه ویلي ول، غواړي چې هېواد یې د ایران د نوي مشرتابه په ټاکلو کې برخه واخلي.

په ایران کې د هغه هېواد د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنيي له وژل کېدو وروسته د هغه د زوی مجتبا خامنايي پر ټاکنه خبرې روانې دي او غوره کاندید ګڼل کېږی خو ټرمپ د هغه ټاکنه رد کړې وه.

د سپینې ماڼۍ ویانده وايي د امریکې او اسراییلو په بریدونو کې د ایران لږ تر لږه ۵۰ مشران وژل شوي دي او د امریکا ولشمر هڅه کوي په ایران کې داسې چاته واک وسپارل شي چې د بیا لپاره امریکې ته ترې خطر متوجه نه وي.